د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۸مه نېټه ویلي، که د امریکا او ایران په خبرو اترو کې پرمختګ وشي، نو پر ايران د پراخو پوځي بريدونو د بیا پيل امکان به ”ډېر کم“ وي، خو په ورته وخت کې يې د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال هم نه دی رد کړی او ويلي يې دي، چې په منځني ختیځ کې امريکايي ځواکونه پر ایران د بريد لپاره په بشپړ چمتوالي کې دي.
ټرمپ په همدې ورځ له سي اېن اېن سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي، چې پر ایران د پوځي اقدام په اړه د امریکا پرېکړه په دې پورې تړلې ده چې ایا دواړه هېوادونه د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په ګډون، پر مهمو موضوعاتو یوې پیاوړې هوکړې ته رسېدای شي او که نه.































