د اسرائيل د دفاع وزير اسرائيل کاتز د نومبر په ۸مه نېټه ويلي، چې د ايران پر ضد د هېواد عمليات لا نه دي بشپړ شوي.
نوموړي ويلي، ايران هڅه کوي، چې د اټومي وسلو د ګټلو بهير بيا پيل کړي، خو اسرائيل به مخکې له دې نه د ګواښونو پر وړاندې تدبيرونه ونيسي.
کاتز په همدې ورځ د جنګي قربانيانو د ياد په مراسمو کې ويلي، ايران هڅه کوي د اټومي وسلو د ګټلو بهير بيا پيل کړي او په عين وخت کې د اسرائيل امنيت ته ګواښ پېښ کړي او په خبره یې، اسرائيل ته د ایران دغه هڅه د منلو نه ده او پر وړاندې به یې اړين ګامونه پورته کړي.
اسرائيل کاتز د ايران د دغو ګواښونو په اړه کوم شواهد نه دي وړاندې کړي او نه یې هم پر وړاندې د اسرائيل د تدبیرونو په اړه مالومات ورکړي دي.































