د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د بين الافغاني کنفرانس په ځنډيدو خواشيني ښودلې، خليلزاد په يوه ټويټ کې ويلي د افغانستان د ثبات او پرمختګ يوازينۍ لار سوله او پخلاينه ده چې بايد ژر تر ژره ورته ورسيږو. زلمي خلیلزاد ویلي د تلپاتې سولې لپاره خبرو اترو مهم رول لوبولی. او له دې پرته بل هېڅ بدیل نه شته. خلیلزاد له ټولو خواوو غوښتي چې له فرصته په ګټې اخیستو د ټولو افغانانو لپاره د ګډونوالو پر یوه متفق علیه لیست هوکړه وکړي. نوموړي ویلي، که اړتیا وه، همکارۍ ته چمتو دی.