د بلخ مخکینی امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د ننګرهار د نوي امنیه قومندان په توګه وګومارل شو. کورنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې نوی امنیه قومندان د کورنیو چارو وزارت د معین خوشحال سادات له لوري معرفي او پر دنده یې پیل وکړ. عبدالرقیب مبارز ۴۰ ورځې مخکې د بلخ د امنیه قومندان په توګه تر معرفي کېدو وروسته د بلخ د مخکیني والي عطامحمد نور او د هغه د پلویانو له سخت غبرګون سره مخ شو خو له یوې میاشتې تېرېدو وروسته کورنیو چارو وزارت نوموړی له دندې لرې کړ او پر ځای يې محمد اجمل فایز د بلخ د امنیه قومندان په توګه وګوماره.