د پکتیا مرکز ګردېز اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې د یو کور ترڅنګ د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه تنه وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي. د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، چې په ټپیانو کې ماشومان او یوه مېرمن هم شامله ده. د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټران وایي، چې د پېښې له ځایه ورته د یوه کس جسد او پنځه تنه ټپيان ور وړل شوي دي. ډاکټرانو د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی.