د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تر راتلونکو دوو اونیو به د کابل په ګډون د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې وروستۍ شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د نویو غړیو دوه ثلثه له دې وړاندې اعلان شوي او که حکومت وغواړي، کولای شي د قانون پر اساس نوې ملي شورا پرانېزي. د دغه کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وویل، د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو پر پایلو له تېرې شنبې ورځې راهیسې کار پیل شوی او ممکن تر دوه نوور اونیو وخت ونیسي. تمه وه چې ولسمشر یو نیمه میاشت وړاندې د کب په ۱۶مه نېټه د ملي شورا ۱۷مه دوره د ولسي جرګې له نویو غړیو سره پرانېزي، خو د ټولو ولایتونو د پایلو د نه وروستۍ کېدو له امله افغانستان اوس مقننه قوه نه لري. ولسمشرۍ ماڼۍ په تمه ده چې ټاکنیز کمېسیونونه د پاتې ولایتونو پایلې وروستۍ کړي، څو حکومت د ملي شورا ۱۷ دوره په نوي جوړښت پرانېزي.