په زابل كې په دې وروستيو كې لېونيو سپيو له ۲۰ زيات كسان داړلي او خلك يې اندېښمن كړي دي. د دې ولايت د مركزي روغتون مسوولين وايي، په تېره يوه نيمه مياشت كې دغه روغتون ته د هغو مراجعه كوونكو كسانو شمېر زيات شوى، چې لېونيو سپيو داړلي وي. د زابل د مركزي روغتون ریيس عباس هاشمي ویلي، په تېرو شپږو اونيو كې ورته لېونيو سپيو داړلي ۲۲ ناروغان ور وړل شوي، چې ۱۱ يې د مركز كلات ښار اوسېدونكي وو او درملنه يې شوې ده. په دې وروستيو كې له كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو هم د لېونيو سپيو لخوا د خلكو د داړلو پېښو راپورونه وركړل شوي دي.