حکومتي چارواکي وايي، د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ مرکز يې بلې سيمې ته لېږدولى، خو طالبان ادعا کوي چې د دغه ولسوالۍ مرکز يې نيولى دى. ګیرو د غزني ناامنه او له پکتيکا ولايت سره په پوله پرته ولسوالي ده. د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګيرو ولسوالۍ د خلکو د غوښتنې او له حکومتي چارواکيو سره تر سلا وروسته، د غزني ولايت نظامي کميسيون پرېکړه وکړه چې د دغې ولسوالۍ مرکز په تګ راتګ کې د اسانتياوو او د امنيت د ښه ټينګښت په موخه بلې سيمې ته ولېږدوي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم ورته څرګندونې کوي، وايي چې د يادې ولسوالۍ مرکز د کابل- کندهار لويې لارې ته څېرمه د همدې ولايت د قره باغ ولسوالۍ د باران کلا سيمې ته لېږدول شوى دى. هغه وايي چې د ولسوالۍ پر پخواني مرکز به وسله والو طالبانو ډېر بريدونه کول او د ولسوالۍ مرکز ته نږدې پراته خلک له ستونزو سره مخ کړي وو. خو طالبانو ويلي چې د ګيرو ولسوالۍ امنيه قومانداني او ټولې پوستې يې نيولي دي.