د ملي دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيرانو، غزني ته د سفر پر مهال وويل چې دغه ولايت که څه هم له طالبانو سره د القاعدې ډلې کسان هم ملګري دي، خو امنيت به يې تينګ کړي. د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیراسدالله خالد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابې، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او پرېکنده ماموريت قوماندان جنرال ميلر سره تېره ورځ غزني ولايت ته ولاړل. هغوى تېره ورځ ناوخته هلته په خبري ناسته کې برخه واخيسته، خو ميلر په دغې ناسته کې خبرې ونه کړې. اسدالله خالد وويل چې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله په غزني کې له وسله والو طالبانو سره د القاعده ډلې غړي ډېر دي. خو هغه زياتوي چې د غزني په مرکز او ولسواليو او د هېواد په ټولو هغو سيمې کې به امنيت ټينګ کړي او د دولت وسله والو مخالفينو ته به ماتې ورکړي چې اوس يې امنيت خراب شوى دى. نوموړي وویل دغزني ښار به بیا د طالبانو لاس ته ونه لوېږي. د کورونیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم وويل، نه پرېږدي چې د غزني امنيت خراب شي. دى وايي چې په دې وروستيو کې په غزني کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې. د هغه په وينا، اوس په غزني کې د امنيتي ارګانونو تر منځ همغږي شتون لري او هرو مرو به په دغه ولايت کې امنيت ټينګ شي.