د هند د بهرنو چارو وزیرې سوشما سوراج د پاکستان په بالاکوټ کې د هندي ځواکونو لخوا د هوایي برید په اړه ویلي دي چې په دغه برید کې یو پاکستانی پوځي او یا ملکي نه دی وژل شوی. سوراج ویلي دي چې هندي عسکرو ته ښکاره لارښونه ورکړل شوې وه چې هغوی دې د جیش محمد ډلې روزنځایونه په نښه کړي ځکه دې ډلې په هندي عسکرو د مرگوني برید مسولیت منلی و او دا ورته هم ویل شوي و چې په خپلو بریدونو کې دې پاکستاني پوځیانو او ملکیانو ته هیڅ ډول تاوان و نه رسول شي. د هند د بهرنو چارو وزرات د پاکستان په بالاکوټ سیمې له برید نه وروسته ادعا کړې وه چې په دغه برید کې یې لسگونه ترهگر وژلي دي. د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د هند د بهرنوچارو د وزیرې له څرګندونو وروسته ویلي، چې هند دې اوس د ٢٠١٦ کال د برید په اړه هم ریښتیا ووایي.