د پاکستان صدراعظم د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه په خپلو څرگندونو کې ویلي، چې د دغه غورځنګ غوښتنې سمې دي خو لهجه يې سمه نه ده. عمران خان دغه خبرې په اورکزۍ سیمې کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي. عمران خان د پي ټي اېم له مشرانو غوښتي چې قبایل دې د پوځ پر ضد نه لمسوي. عمران خان د پښتونخوا له وزیراعلی نه غوښتي چې د هغو کسانو نومونه ثبت کړي چې د پوځ په عملیاتو کې یې کورونه وران شوي دي او د هغوی کورونه دې جوړ کړي. د عمران خان له نیوکو وروسته د پي ټي اېم غړې وړانگې لوڼۍ پر خپل فېسبوک او ټویټر لیکلي چې خان دې زموږ غوښتنې ومني نو موږ به د خپلو شعارونو لپاره بخښنه وغواړو.