د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د یوې ناستې پرمهال د روان جنګ په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د روانې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې اوربند وکړي. ديني عالمان اوقومي مشران وایي، ښکېل لوري دې، د جګړې دوام پرځای د سولې ټینګښت لپاره د ولس غوښتنې ومني، او د سولې خبرو پیل شوې لړۍ دې وغځوي. دیني عالمان او قومي مخور وایي د جګړې بیه ولس پرې کوي، ښکېل اړخونه دې د ولس غږ واوري، دوی ویلي، افغانان د سولې لپاره شېبې شمېري. ورته مهال د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وايي حکومت او طالبان په سوله کې د امتیازاتو په لټه کې دي، دوی وايي د حکومت او طالبانو په منځ کې یو شمیر کسان شته، چې د سولې بهیر ننګوي او پر وړاندې یې خنډونه راپورته کوي.