روسیې په افغانستان کې د داعش ډلې د پراخېدو په تړاو اندېښنه ښودلې. د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو ویلي، چې د داعش ډلې جنګیالي په سوریه کې له ماتې وروسته لیبیا او افغانستان ته د تګ په حال کې دي او په یوه بل ګواښ بدلیږي. نوموړي ویلي، روسیې او مرکزي اسیا هیوادونو ته د دې ډلې د جنګیالیو د ورتګ د مخنیوي لپاره باید په تاجکستان کې د۲۰۱ پوځي اډه تجهیز او پیاوړې شي. د دروسیې ۲۰۱ پوځي اډه له هیواد د باندې د مسکو تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کیږي چې په ۲۰۱۴ م کال کې د روسیې له سرحدونو د دفاع په هدف جوړه ده. روسيي رسنیو ویلي، چې د تاجکستان او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ په وروستۍ کتنه کې هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په تړاو اند ېښنه ښودل شوې ده.د راپورونو له مخې دواړو هیوادونو د تاجکستان د سرحدي پولو پر ټینګلو هوکړه کړې ده.