د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیعالحق حقبیان ویلي، چې د اسعداباد ښار اړوند د شګۍ منځني ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې د چاودنې له امله د ۷ کسانو جسدونه او ۹۷ ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، د ټپیانو له ډلې یو شمېر یې تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي، خو ځینې نور لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. حقبیان زیاته کړې، چې چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو د انفجار له امله رامنځته شوې، چې د کانونو د استخراج او د کونړ ـ نورستان پر لویه لار د ډبرو د ماتولو لپاره چمتو کېدل.































