آریانا افغان هوايي شرکت وایي، د دغه شرکت د کارګو څانګې د کابل او استانبول ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر پیل کړی، چې له دې سره به د دواړو ښارونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو لپاره نوې اسانتیاوې برابرې شي. د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو خدمتونو له فعالېدو سره به افغان سوداګر وکولی شي خپل سوداګریز توکي په اسانه توګه د کابل او استانبول ترمنځ ولېږدوي. آریانا زیاتوي، د کارګو خدمتونو پیل به د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په پراختیا کې هم مرسته وکړي.































