د ایران د دفاع وزیر مهرداد اخلاقي ویلي، حکومت یې د سمندري ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو دفاعي وسایلو برابرولو ته جدي پاملرنه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې سمندري ځواکونه د ایران د ځمکنۍ او سمندري بشپړتیا او ملي امنیت په ساتنه کې مهم رول لري او د سیمې د حساسو حالاتو له امله د دغو ځواکونو د دفاعي وړتیاوو لوړول اړین دي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، اخلاقي دغه څرګندونې د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت د دغه هېواد د پوځي لوړپوړو قوماندانانو په غونډه کې کړې دي.































