دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

په بین‌الافغاني خبرو کې ستونزې او د جګړې د زیاتېدو وېره

اپریل 21, 2019
in دریځ
0 0

په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو له ناکامۍ وروسته وېره ده، چې ښايي تاوتریخوالی او جګړه لا زیات شي. وړمه شپه په وردګو کې ګډو ځواکونو عملیات کړي، چې د ښځو او ماشومان په ګډون یې شپږ ملکي وګړي وژلي دي. پرون بیا پر مخابراتو وزارت ډله ییز برید وشو، چې زموږ هېوادوالو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. له نورو ولایتونو هم د نښتو او تاوتریخوالي خبرونه ورکړل شوي دي.

که څه هم پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ برید داعش ته منسوب شوی او طالبانو پکې ښکېلتیا رد کړې ده، خو له دغو بریدونو سره دا وېره را پیدا شوې ده، چې په ښارونو کې به بریدونه ډېر شي. له طالبانو سره د خبرو له پیل وروسته، په ښارونو کې یا بریدونه نه دي شوي او یا هم کم بریدونه شوي، چې دې ډېریو پړه یې طالبانو پر غاړه نه ده اخیستې. په ښارونو کې د بریدونو کموالی هغه څه وو، چې خلکو یې هرکلی کړی و او تمه وه چې په کلیوالو سیمو کې به هم تاوتریخوالی را کم شي او شپني عملیات به هم ودرول شي او یا به کم شي.

تمه وه چې په قطر کې به له بین‌الافغاني غونډې وروسته، په تاوتریخوالي کې لا زیات کموالی راشي. که څه هم د رسمي اوربند شونتیا نه وه، خو فکر کېده چې د قطر غونډې ګډونوال به له طالبانو او حکومت څخه وغواړي، چې تاوتریخوالی را کم کړي. دا اټکل هم کېده چې له دې غونډې وروسته به جګړه کمه شي. اوس چې دا غونډه ځنډېدلې او داسې څرک هم نه لیدل کېږي، چې په نږدې راتلونکې کې به وشي، نو نه یوازې د خلکو هیله کمه شوې، بلکې وېره زیاته شوې ده چې تاوتریخوالی به زیات شي. دواړه لوري پر یو بل پړه اچوي، چې د قطر غونډه یې وځنډوله او دواړه لوري اوس د دې لپاره چې یو بل ته وښيي چې زور لري، ښايي تاوتریخوالی زیات شي.

د خلکو تمه دا ده چې د جګړې ښکېل لوري د بین‌الافغاني تفاهم او خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي. له بده مرغه هڅه وشوه چې دا غونډه ونه شي. حکومت پر خپل دریځ ټینګار کوي او غواړي چې رسمي پلاوی یې قطر ته ورشي او له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. طالبان بیا پر خپل دریځ ټینګار کوي او وايي چې له حکومت سره خبرې نه کوي. همدې چارې ستونزه جوړه کړې ده. اوس یوه درېیمه لاره هم پیدا کېدلی شي، خو د دې لپاره دواړه لوري باید پر ځينو شرطونو سترګې پټې کړي او خنډونه کم کړي. دوی اوس باید ډېره هڅه وکړي چې له خپله اړخه تر پخوا لا زیاته نرمي وښي. د خپلمنځي غونډې او تفاهم لپاره له خپلو شرطونو او دریځونو تېر شي او پرېږدي چې افغانان په خپلو منځو کې سره کښېني، خبرې وکړي او فاصلې کمې کړي. څومره چې د خبرو، تفاهم او جوړجاړي پر وړاندې خنډونه پیدا کېږي او مخه یې نیول کېږي، په همغه کچه جګړه زیاتېږي او څوک چې دا خنډونه جوړوي، د جګړې  د دوام غوښتونکي او د افغان ولس دښمنان دي.

 

 

Share14Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In