د راپورونو له مخې امریکایي چارواکو ویلي چې که ایران په هرمز تنګي کې هر ډول تحرکات پيل کړي، نو واشنګټن یې ځواب ته تیار دی. امریکا په وروستي اقدام کې ویلي، چې د ایران د تېلو له صادراتو د ځينوهېوادونو معافیت نه غځوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو، چې د ایران ۸۰ سلنه ګټه د تېلو له صادراتو ته نو واشنګټن غواړي چې دغه صادرات صفر ته راښکته کړي. ایران یې په مقابل کې ویلي وو، چې که امریکا دغه کار عملي کړي نو دوی به هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ پر مخ وتړي.



































