سعودي چارواکي وايي، دغه اعدامونه پلازمېنه ریاض، مکه، مدینه، قصیم او عسیر او د سعودي په ختیځه شیعه مېشته سیمه کې شوي دي. د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس پر ټویټر لیکلي، د سخت دریځي ترهګر فکر لرونکي کسان چې په قتل او جنایت تورن وو، اعدام شول، په دوی کې د عام امنیت ګډوډوونکي او فساد خپروونکي هم وو. ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ځینو تورنو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چاودنې یې کړې او ځینې امنیتي کسان یې وژلي او د هېواد د ملي ګټو ته یې زیان اړولی دی. د سعودي رسمي خبري اژانس وايي، سعودي چارواکو د روان کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي. د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې په ترهګرۍ، قتل، تښتونه، وسله واله غلا او د نشه يي توکو په سوداګرۍ او کاروبار تورن کسان له اعدام سره مخامخېږي.



































