په پاکستان کې د سیاسي چارو شنونکو په ایران کې د یاد هېواد د لومړي وزیر عمران خان پر څرګندونو توند غبرګونونه ښودلي دي. ډان ورځپاڼې د چارو د یو شنونکي خرم دستګیر له قوله ویلي، د عمران خان دا څرګندونې چې هغه په ایران کې ویلي، دوی پوهېږي چې تهران له هغو بریدونو کړېدلی کوم چې په پاکستان کې ترسره شوي او یا کېږي، د پاکستان اصلي څېره بربنډه کړې ده. نوموړي ویلي، خان په دې موخه دغه هېواد ته تللی وو چې په بلوچستان کې د شوي برید پوښتنه به کوي خو دی هلته داسې څرګندونې کوي چې دا په هیڅ صورت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې د منلو وړ نه دي ځکه دوی مخکې ادعا کړې وه چې په شوي برید کې ایران لاس لري. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر د عمران خان څرګندونې احمقانه بللې دي او زیاته کړې یې ده چې عمران خان دې نور دا تمه نه لري چې دوی دې یې تر شا ودرېږي. خو د عمران خان ګوند بیا ویلي چې د خان څرګندونې غلطې تعبیر شوې دي.



































