د کندهار قومي مشرانو د يوې غونډې پر مهال له طالبانو سره د سولې پروسې په بهير کې د افغان حکومت پر پڅ دريځ نېوکه وکړه. دوی وايي، چې افغانان نور سوله غواړي او هغه کسان دې دغه هڅې نه تخریبوي، چې کورونو یې په بهر کې دي. دوی له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، څو د افغان سولې پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي. په دې غونډه کې د قومونو او قبايلو چارو وزیر ګل آغا شېرزي د دولت د سولې پر تګلارې په نيوکې سره ویلي، چې د سولې شورا د رهبرۍ غړو لپاره دولت داسي کسان ګمارلي، چې په تېر کې د جګړې لوري پاتې شوي او طالبان ورسره په اسانه خبرو ته نه حاضريږي.