د امريکا د ولسمشر پخواني مرستيال جو بايډن د ٢٠٢٠ م کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د کانديداتورۍ اعلان وکړ. جوبايډن پر خپل ټويټر لیکلي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د امريکا د ملت ماهيت کاملاً بدل کړي، دى بې تفاوته نه شي پاتې کېدلاى. نوموړي ویلي، چې د ملت اساسي ارزښتونه، په نړۍ کې د دوی دريځ، ډموکراسۍ او هرڅه چې سبب شوي، امريکا- امريکا شي په خطر کې دي. ځکه نو دی د امريکا د ولسمشرۍ لپاره خپله کانديداتوري اعلانوي. جوبايډن چې اته کاله د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستيال و، د خپلې کانديداتورۍ تر رسمي اعلان مخکې د ډموکرات ګوند په اړه په زياتو نظر پوښتنو کې مخکښ و.