په افغانستان کې د ایران سفير وايي چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي چې د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته لېږل شوې ده. سرچينه زياتوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمد رضا بهرامي سره وکتل. خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا بحث وکړ. د ایران سفیر وویل، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ، کنټرول او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوي. په دې کتنه کې همدا شان د افغانستان د ثبات لپاره د سیمه ییزې اجماع په څرنګوالي هم بحث وشو. دغه راز د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره ورځ مازیګر مهال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د هند له سفیر ویني کمار سره ولیدل. لیدنه کې دواړو خواوو په مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، اقتصاد او د پانګونې په انکشاف کې د افغانستان پر رغنده رول بحث او نظریات شریک کړل.