د پاکستان د ماليې نوی وزير حفيظ شيخ وايي، چي هېواد یې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. د شیخ په خبره، د ډالر په مقابل کې د دغه هېواد د پیسې د ارزښت کمېدو سره قیمتي او بېکاري ډېره شوې ده. د روانې میاشتې لومړیو کې د دې هېواد په پرانیستي بازار کې د امریکایي ډالر بیه ۱۴۸ کلدارو ته ورسېده. په ورته وخت کې نړیوال بانک هم په راتلونکي کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د ډېر کمېدو خبره کوي. پاکستان کې د روان اقتصادي بحران له امله لومړي وزير عمران خان د ماليې وزير اسد عمر له دندې ګوښه کړ. په نوموړي د اقتصاد په برخه کې د وړتیا نشتوالي او د بیو نه کنټرولولو تور و. پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د عمران خان په مشرۍ له اوسني حکومت سره له بهر هغسې مرستې نشته چې تېرو حکومتونو سره کېدې. امریکا له پاکستان سره تر ډېره مرسته د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم کوله، خو واشنګټن تېر کال یو مخ دا مرسته وځنډوله.