د ملي شورا ۱۷ تقنیني دوره د ولسمشر غني له لوري پرانيستل شوه. په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ملي شورا په ودانۍ کې جوړ شوي و ولسمشرغني ، د کابينې غړو، لوړپوړو دولتي چارواکو، د يوشمېر بهرنيو هېوادونو استازو او د ولسي جرګې نويو غړو ګډون درلود. ولسمشر غني نننیو مراسمو کې وویل د ټاکنو کمېسیون د مخکینیو مسؤلینو د بې کفایتۍ له امله د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې پایلې شپږ میاشتې وځنډېدې. غني وویل هیله ده چې، د ملي شورا نوي غړي مسوولین په بې ځایه غوښتنو، ګمارنو او تبدیلیو باندې بوخت نه کړي. نوموړي وویل د کابل د پایلو لپاره به یو ضرب الاجل اعلان شي چې ژر تر ژره وکیلان له پارلمان سره یو ځای شي.