په مسکو کې د چین امریکا او روسیې ګډه ناسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده. د دې ناستې د ګډونوالو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په قطر کې د بین الافغانی ناستې په ترسره کېدو ټیګار شوی او وایي دروانې جګړې دپای ته رسولو لپاره بین االافغاني خبرې حتمي دي. په اعلامیه کې له حکومت اوطالبانو غوښتنه شوې چې دروانې جګړې او تاوتریخوالي دپای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اوربند وکړي. دریو واړو هیوادونو دسولې مذاکراتو دبریالي ترسره کېدو لپاره له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دمسولانه وتلو ملاتړ کړی. په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې باید ثابته کړي چې له دې وروسته دالقاعده او داعش په څير له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري. په اعلامیه کې دسیمې له هیوادونو هم غوښتل شوي چې ددې پروسې ملاتړ وکړي.