د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوریخوالي کمېدو په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان د تېرې ورځې څرګندونې ستایلې دي. خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، د تشدد د راکمولو لپاره د نوموړي تقاضا او دغه راز په نورو ملکونو کي د شخړو پر ضد د عمران خان پالیسي ددې پوټنشل لري ،چي په سیمه کي مثبت بدلون راشي او په عین زمان کي پاکستان ته دا مخکښ رول په برخه کوي. عمران خان پرون د یوې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. نوموړي همدارنګه ویلي و چې د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي او زیاته کړې وه چې د افغانستان په داخلې چارو کې به د یوې ډلې پلوي هم و نه کړي. زلمی خلیلزاد داسې مهال د افغان سولې په تړاو د عمران خان له وروستیو څرګندونو هرکلی کوي چې نوموړي د افغان سولې په تړاو افغانستان، سیمې او اروپا ته اوم سفر پیل کړی دی.