د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له شمالي کوریا سره د اټومي هوکړې په اړه ډېر پرمختګ شوی دی. ټرمپ پرون په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې ددغو هڅو څخه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملاتړ هرکلی کوي. د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون په دې وروستیو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته تللی و. پوتین تیره ورځ ویلي، چې شمالي کوریا ته د امریکا له لوري امنیتي ضمانت په داسې حال کې چې نور هیوادونه یې ملاتړ ونکړي ښایي د شمالي کوریا د غیر اټومي کیدو سبب نشي.