د لوګر قومي مشران او ځایي اوسېدونکي د جګړې له دواړ لورو غوښتنه کوي چې د سولې خبرو د بریا لپاره دې جګړه ختمه او اوربند وکړي. قومي مشران وايي، وسله وال طالبان دې د روژې مېاشتې په رارسېدو سره اوربند اعلان کړي او وروسته له اوربند څخه دې د سولې له پروسې سره یو ځای شي. دوی وايي، دطالبانو تر څنګ افغان ځواکونه هم دعامو خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي او ددواړو لورو له لخوا ترسره کېدونکو عملیاتو کې ملکي وګړي وژل کیږي. قومي مشرانو دشپنیو عملیاتو دبندېدو غوښتنه هم وکړه. دوی وايي، چې دحکومت له لوري ترسره کېدونکو عملیاتو کې ډیر وخت د طالبانو پرځای عام خلک په نښه کیږي.