د شمالي وزیرستان په شوا تحصیل سیمه کې د خاصه دار ځواک په یوه پوسته کې چاودنه شوې ده. د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د یو بل خبر له مخې په ډېره اسماعیل خان سیمه کې پر یوه کور ډزې شوې دي او پنځه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په وینا دواړه پېښې نن سهار وختي رامنځته شوې دي. چارواکي وایي دوه سرتېري د چاودنې په ځای کې او بل هغه روغتون ته پر لار وژل شوی دی. تر اوسه ددې داوړو پېښو پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.



































