د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ویلي چې داعش ډله لا هم نړۍ ته ستر ګواښ دی. هغه د داعش وسله والې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ویډیو له خپرېدو وروسته څرګنده کړې، سره له دې چې د داعش ډلې زور کم شوی خو دا ډله په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې او د وخت په تېرېدو یو ځل بیا هم نړۍ ته سرخوږی جوړولی شي. هغه زیاته کړې، ټول باید په ګډه هڅه وکړي څو د داعش په نوم وسله واله ډله په بشپړه توګه وځپي. عادل دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د ابوبکر البغدادي نوې ۱۸ دقیقه یي ویډیو خپره شوې او نوموړي پکې ګواښ کړی دی چې د خپلو وژل شویو وسله والو غچ به واخلي.



































