د غزني چارواکي وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر موټر برید شوى چې په ترڅ کې یې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل سید احمد، وايي چې تېر ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ د زردالو په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر برید کړی چې په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي او دوه یې ټپیان دي. ده زياته کړه، د ټپیانو روغتیایي حالت نازک دى. د سيمې اوسېدونکي وايي، دغو کسانو ته چې د قره باغ ولسوالۍ د ګولکو د سيمې اوسېدونکي دي، طالبانو د موټر درولو لپاره لاس ورکړى و، خو هغوى موټر نه و درولى چې په همدې سره طالبانو پرې ډزې کړي، درې تنه په کې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.