د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه ویلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره یې هېڅ ستونزه نشته خو ځینې کسان دې چې له نورو هېوادونو یې ملاتړ کېږي. باجوه ویلي، چې په پي ټي اېم کې ځینې کسان د ترهگرۍ نه د اغیزمنو کسانو د احساساتو سره لوبې کوي او د خپلو اهدافو لپاره یې کاروي. دغه څرگندونې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په پېښور کې د محصلینو یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي. جنرال باجوه ویلي، چې پوځ د دغو مسایلو د حل لپاره پوره کوښښونه کوي خو هغه وویل چې ځینې کسان غواړي دوی خلکو ته ناکامه وښيي. د باجوه دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر دې مخکې د دې هېواد د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړی وو چې نور د دې غورځنګ وخت ختم دی او پوځ به يې پر ضد اقدامات وکړي.