د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمى خليلزاد وايي د سولې خبرو په تازه پيل شوي پړاو کې يې طالبانو ته په ټينگه د تاوتريخوالي د درولو ويلي. خليلزاد پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي، د خبرو په پرانيسته کې يې طالبانو ته په ټينگه ویلي، چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي، د دې جگړې ختمېدل غواړي. اوس د وسلې د پرېښودو، د تاوتريخوالي د درولو او د سولې د منلو وخت را رسېدلى. زلمي خليلزاد په خپلو تازه څرگندونو کې سولې ته د رسېدو لپاره پر څلورو مسایلو چې په وينا يې سره تړلې دي هوکړه مهمه بللې ده. په تړلو مسایلو کې د امريکايي ځواکونو وتل، ترهگرۍ ضد ډاډگېرنې، د افغانانو خپلمنځي ناسته او يوه هراړخيز اوربند ته د رسېدو لپاره د تاوتريخوالي کمېدل ياد شوي. خلیلزاد ټينگار کړى تر هغه چې پر ټولو دغو مسلو سلا نه وې شوي، هېڅ هوکړه وروستۍ نه ده. په همدې حال کې طالبانو هم ويلي چې له امریکا سره روانو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د مهال ویش په تړاو پرمختګ شوی دی.