ولسمشر غني وايي، عدلي او قضايي سکټور په خپلو پرېكړو کې بشپړه خپلواکي لري او هېڅکله به يې په چارو كې مداخله ونه شي. هغه دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د هېواد له عدلي او قضايي مسوولينو سره د واليانو په غونډه کې وكړه. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ولسمشر غني له واليانو سره ژمنه وکړه، چې قاضيانو او څارنوالانو ته به د يوې منظمې برنامې په چوکاټ کې امکانات او اسانتياوې برابرې شي. نوموړي ویلي، پوليس تراوسه هم غيرې مسلکي دي او بايد د هغوى تمرکز د قانون پر حاکميت وي. نوموړي زياته كړې، امنيه قوماندانان مکلف دي، چې د ولايتونو د عدلي او قضايي همغږۍ په غونډو کې پر ګډون سربېره په دې برخه کې له عدلي او قضايي سکټور او سيمه ييزو ادارو سره همکاري وکړي.