د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ماين چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د لښکرګاه ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو پر شخصي موټر د ماين چاودونه شوې ده. هغه وايي چې په دې چاودنه کې د يادې حوزې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. ده زياته کړه چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي. د یاد بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.