د سولې مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده. په پرېکړه ليک کې له وسله والو طالبانو غوښتنه شوې چې جګړه پاى ته ورسوي او روغه جوړه وکړي. غني د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت د روژې په مناسبت په لسګونو طالبان له زندانونو ازادوي. نوموړي وویل، چې د بندیانو خوشې کول یې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري. غني په خپلو خبرو کې وویل، له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دننه سولې ته چمتو شي. نوموړي وویل که طالبان سولې ته حاضر وي. حکومت چمتو دی چې د اوربند په تخنیکي برخه کار وکړي. غني وویل، غواړي افغانستان د سولې کوربه خپله اوسي، ځکه پر طالبانو غږ کوي چې راشي او د افغانستان په هر ولایت کې چې غواړي د سولې لپاره به دفتر ورکړي. نوموړي د ازبکستان او ترکمنستان مننه وکړه چې دافغان سولې کوربتوب لپاره یې تیاری ښودلی او زیاته یې کړه، چې اوس د طالبانو خوښه ده، د سولې خبرې په هیواد د ننه کوي او که بهر.