د ماليې وزارت مسوولين وايي، دغه وزارت ژمن دى چې د ولسمشرۍ، ولايتي شوراګانو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو مالي لګښت برابر کړي دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ماليې وزارت له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته لېږل شوې ده. سرچينه وايي چې يوه اندازه بودجه په پام کې نيول شوې څو د ټاکنو کمېسيون په واک کې ورکړل شي چې د ولسمشرۍ، ولايتي شوراګانو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه او عملياتي کارونه پرې پيل کړي. سرچينه زياتوي چې د بودجي جزئيات به په راتلونکو ورځو کې د ټاکنو له کمېسيون سره شريک کړاى شي. د يادونې ده، د ځينو اختلافاتو او نا امنۍ له امله د غزني د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شوې.