د فاني په نوم سمندري توپان د هند اوډیشا ایالت ته رسېدلی دی. د دغه توپان له کبله د سختو ویجاړیو اټکل شوی دی. له توپان مخکې شا اوخوا یو میلیون کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي. د فاني سمندري توپان د هند په سمندرګي کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر توپان ګڼل کېږي. د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلې دي چې دغه توپان نن د دغه هېواد اوډیشا ایالت ته رسېدلی دی، چې سخت باد ورسره مل دی. د هند د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په یوه ساعت کې د دغه توپان سرعت له ۱۷۵ کیلومترو څخه تر ۱۸۵ کیلومترو رسیږي. د هوا پېژندنې ادارې د اندرا پردېش، اوډیسه او د لویدیځ بنګال ایالتونو په ځینو برخو کې تر ۱،۵ متره څپو، په ژورو ساحلي سیمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو څخه خبرداری ورکړی دی. د دغه توپان له کبله د خټینو کورونو د بشپړ ویجاړېدو، د برېښنا او مواصلاتي پایو د چپه کېدو، سړکونو ته د زیان اوښتو او د فصلونو د له منځه تللو اټکل شوی دی.