د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالو کې د ګډون لپاره برتانیا ته روانه شوه. د نړیوال جام سیالۍ به د مې له ۳۰ نېټې نه په انګلستان او وېلز هېوادونو کې پیلېږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې کوي. د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وویل، ا فغان لوبډله به په نړیوال جام کې په اتفاق او تر یوه بیرغ لاندې لوبېږي. د ملي لوبډلې نوي ټاکل شوي مشر ګلبدین نایب د غونډې ګډونوالو ته وویل، خوښ دی چې په نړیوال جام کې به د ملي لوبډلې مشري کوي او دا د ځان لپاره ویاړ بولي. په لوبډله کې شهزاد محمدي ، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ شامل دي.