طالبانو د مشورتي لويې جرګې د پريکړه ليک له اعلانېدو او اختتاميې ناستې وروسته، په يوه اعلاميه کې د اوربند وړانديز رد کړی او ويلي دي چې جهاد روژه مياشت کې لا ډير ثواب لري او دوی به دوام ورکړي، اعلاميې دغه راز لويه مشورتي جرګه بې ګټې بللې او ويلي يې که مونږ له امريکايانو سره د نړيوالو ځواکونو په وتو هوکړې ته ورسېدو نو هغه وخت کې به له داخلي اړخونو سره خبرو او د ستونزو حل ته د خبرو لپاره حاضر شو، طالبانو د افغان حکومت له خوا د بنديانو د خوشې کېدو د اعلان په اړه څه يادونه نه ده کړې، خو له خپل لوري يې د بنديانو د خوشې کولو د لړۍ د دوام خبر ورکړی او مرغاب کې تر سلو د زياتو سرتېرو د خوشې کېدو بېلګه يې ياده کړې ده. طالبانو دغه راز د مشورتي لويې جرګې ګډونوال په دې غندلي چې د شپنيو عملياتو، بمباريو او ملکي تلفاتو د مخنيوي او يا غندنې په اړه يې غږ اوچت نه شوی کړی.