د صنایعو او پانګونې عالي شورا وايي؛ پانګوال لیواله دي، چې د هېواد د سېلوګانو د بیا فعالیت لپاره پانګونه وکړي. د صنایعو او کانونو شورا مدیره پلاوي رییس شبیر بشیري وایي؛ دوی تیار دي، چې د سېلوګانو په بیا جوړولو کې پانګونه وکړي؛ خو د کرنې وزارت د هڅونې سیستمونه نه لري. د کرنې او مالدارۍ وزارت بیا ويلي، خصوصي سکټور ته يې د فارمونو، بڼونو او کرنې په برخه کې د پانګونې لازم فرصتونه برابر کړي دي. دوی زیاتوي، د سیلوګانو د بیا جوړولو بهیر دوی پخپله غاړه اخیستی او د یو شمېرسیلوګانو کارونه به ژر پیل شي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې دوی د کابل، کندهار او هرات سیلوګانو ډیزاین بشپړ کړی او په نږدې راتلونکي کې به يي عملي کار پیل شي او د هېواد په شمال کې به هم د سیلو ګانو کارو نه بشپړشي. د کرني وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي د هېواد د سېلوګانو ترڅنګ پر ستراتیژیکو زیرمو هم پانګونه وکړي، چې په راتلونکي کې د طبعي او موسمې پېښو له اړخه را ولاړېدونکو پېښو ته پوره چمتووالی ونیول شي.