د ملګروملتو عمومي منشي انتونیو گوتریش، د رسنیو د ازادۍ د نړيوالي ورځي په مناسبت غوښتي چې د خبریالانو قاتلین او مجرمین باید محاکمه شي. نوموړي ویلي، چي په ۲۰۱۸م کال کې ۱۰۰ خبریالان وژل شوي دي. د ګوتریش په خبره پر خبریالانو د حملو نه تعقیب او مجرمینو ته جزا نه ورکول د اندېښنې وړ خبره ده. گوتریش د هغو خبریالانو ژوند ته هم اشاره کړې، چي د خپلو کارونو په خاطر بندیان او په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي. نوموړي ټینگار کړی چي د خبریالانو د حقوقو څخه باید دفاع وشي. د هغه په خبره ازادې رسنۍ د سولي، عدالت، پرمختیا او بشري حقوقو لپاره حتمي او لازمي وسيله ده. په ورته وخت کې په افغانستان کې د رسنیو د څار مسوولین وايي، چې افغانستان د رسنیز فعالیت لپاره مناسب چاپیریال نه دی او له همدې امله یوازې په تېرو دوو کلونو کې دوه سوه رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي. د ځینو تړل شویو رسنیو مسؤلین تاییدوي چې اقتصادي ستونزې او د حکومت نه پاملرنه عمده لاملونه دي چې یوه رسنۍ له فعالیته ګوښه کېږي.