د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یې په ټیلفون گټورې او اوږدې خبرې شوي کړې دي. ټرمپ ویلي چې د پوتین سره یې د شمالي کوریا، ونزویلا او د اوکراین علاوه د اټومي وسلو او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ د پوتین سره د خبرو په اړه څو ټویټونه کړي دي. دواړو ولسمشرانو د تېر ٢٠١٦ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه هم بحث کړی.