کوردی سیاستوال بهرام صالحي د عراق د نوي ولسمشر په توګه ګومارل شوی دی. په عراق کې تر اوږدو ټاکنو وروسته ددغه هېواد پارلمان بهرام صالحي د نوي ولسمشر په توګه ګومارلی دی. هغه کورد دی او په عراقي حکومت کې د کار سابقه لري. صالحي تر دې وړاندې د لومړي وزیر مرستیال هم تېر شوی دی. بهرام صالحي ویلي چې تر راتلونکو شلو ورځو پورې به خپله دنده پیل کړي. دده په وینا هڅه به وکړي چې د جګړه ځپلي عراق د جوړولو او ودې لپاره په کار پوه او وړ کابینه پارلمان ته وړاندې کړي.