کرملین ویلي، ولسمشر پوتین به په دغه سفر کې له هند سره د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړي. ددغه تړون له مخې به روسیه هند ته ایس۴۰۰ دفاعي سیستم ورکوي. پوتین به دوه ورځې په هند کې وي او هلته به د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره پر بېلو مسایلو خبرې کوي. تر دې وړاندې امریکا هند ته خبرداری ورکړی و، چې که له روسیې ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم واخلي نو ښايي د واشنګټن له بندیزونو سره مخ شي. هند بیا ویلي چې له امریکا سره پر دې مسئله خبرې کوي ځکه دغه دفاعي سیستم د هند لپاره خورا مهم دی او واشنګټن دې په دې برخه کې هند ته ځانګړی معافیت ورکړي.