د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به د روانې مياشتې په ۷ مه نېټه يو ځل بيا د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه ليدنه وکړي او له کيم جونګ اون سره به وګوري. یادې څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هيتر ناورت په يوه اعلاميه کې کړې دي. نوموړې دغه راز وویل، چې دی به د کیم او ټرمپ تر منځ بیاځلې خبرو ته زمینه مساعده کړي. هغې که څه هم د پومپيو او کيم جونګ اون تر منځ د خبرو اترو مشخص محتويات ښکاره نه کړل، خو زیاته یې کړه، چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا تر منځ خبرې اترې به روانې وساتل شي او له ديموکراتيکې کوريا څخه په پوره ډول د اټومي وسلو پاکول د امريکا نه بدلېدونکې موخه ده.