د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي واشنگټن د ایران گواښونه جدي گڼي، خو په خبره یې د امریکا هدف جگړه نه ده بلکه د ایراني دولت د واکدارانو په چلند کې بدلون راوستل دي. مایک پمپیو ویلي، ایران په منځني ختیځ کې د امریکا د گټو پر ضد فعال تهدید دی په دې توگه سپینه ماڼۍ له ایران سره د مذاکرې د فرصت هرکلی کوي. پمپیو زیاته کړې، چې امریکا د ایران له لورې د گواښونو د زیاتیدو شاهده ده او د هغه په وینا امریکايي حکومت به د ایران د تهاجمي اقدام پر وړاندې له هر ډول غبرگون کار واخلي. ایرانی حکومت هم مني چې په دې وروستیو کې د امریکا له سخت فشار سره مخ دي. د ایران ولسمشر بیا پر خپلو خلکو او سیاسي ډلو غږ کړی چې سره متحد شي او د هېواد د ژغورنې لپاره کار وکړي.





































