تر ټولو ډېره کارېدونکې ټولنیزه شبکه فیسبوک وایي، له تاوتریخوالي د ډکو ویډیوګانو د خپراوي د مخنیوي په موخه په پلان کې لري چې په ژوندۍ بڼه د خپرېدونکو ویډیوګانو شرایط سخت کړي. یاد شرکت ویلي، په نیوزیلنډ کې د مارچ میاشتې د ۱۵مې د بریدونو په څېر د ویډیوګانو خپرېدل کرکه زېږوي او ترهګرۍ ته لار هواروي. فیسبوک وایي دا اقدام یې د کرکجنو ویډیوګانو د مخنیوي لپاره کړی دی او ډېر ژر به یې عملي کړي.





































