د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ تر غرمې وروسته شاوخوا ۲ بجې د نږدې ۲۲۶ میلیونه امریکایانو مبایلونو ته د خبرداري پیغام ورغلی دی. په پیغام کې لیکل شوي چې دا د ولسمشر له لوري خبرداری دی، خو وروسته کاروونکو ته اطلاع ورکړل شوې چې دا یوازې یو ازمویښت و. د طبیعي پېښو او بحرانونو په اړه د امریکا فدرال ادارې ویلي چې دا یوازې یو ازمویښت و او ښايي ولسمشر ټرمپ وغواړي له همدې لارې نور له امریکایانو سره اړیکه ټینګه کړي. بل پلو بیا امریکایانو دا کار د شخصي حرم نقض بللی دی او پر سپینه ماڼۍ یې نیوکه کړې چې خلکو ته ناغوښتلي پیغامونه استوي.